زمونږ په اړه / در باره ما


سید او نادیه مشورتي شرکت (س او ن) یو د ښځینه مشرتابه لاندې افغاني شرکت دی چې د افغانستان د پانګې اچونې مرستندويې ادارې سره او هم د کاناډا مونټریال ښار کې ثبت او فعالیت لري. س او ن ټیم نه یوازې دا چې په افغانستان کې د پرمختګ پر مخ کې د شته ننګونو څخه پوره پوهه لري ددې سره سره دوي د بهرنې تحصیل، د کلونو ملي او نړیوالو تجربو په درلودلو سره دغو ننګونو ته اړوند حل لارې هم لري. له دې امله، د س او ن تګ لوری دغه شرکت ته د نورو ملي او نړیوالو مشورتي شرکتونو پرتله غوره والی او توپیر وربښي ځکه س او ن ملي او نړیوال مهارتونه لري چې په مټ یې کولی شي حل لارې پیدا او په افغانستان کې هغه پروژې چې د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ ولاړې وي د لوړو ابتکاراتو او د نړیوال پرمختګ له میتودونو او لاروچارو څخه په ګتې اخیستنې سره پلې کړي.

س او ن د مالي او تخنیکي پلوه د کورنیو او بهرنیو هغو مشوره ورکونکو په درلودلو سره چې هر یو یې په خپله کاري ساحه کې متخصص او لارښودنکی دی، په هره کچه د پروژو د پلې کولو او تطبیق وړتیا لري. زمونږ ټيم د هغو شخصیتونو څخه جوړ دی چې بهرني یې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه له بهرنیو باوري پوهنتونو او کورني یې د کورنیو پوهنتونو څخه د لوړې درجې تحصیلي اسناد لري. په ټوله کې زمونږ ټېم په پښتو، دري انګلسي او فرانسوي ژبو باندې د کار وړتیا لري.

س او ن مشورتي شرکت د ډېر شمېر موسساتو او شرکتونو سره د بېلا بېلو موضوعاتو اړوند په لوړ کیفیت سره پروپوزل لیکنې، ریپورټ (راپور) جوړونې، څېړنې او مسودو په برخه کې مرسته کړې ده ترڅو دوۍ په خپلو کړنو ، فعالیتونو، کاري بهیر او خدمتونو وړاندې کولو کې پرمختګ او ښه والی را منځ ته کړي.

در اصل افغان و در فعالیت جهانی. ما ایجاد روابط درازمدت و تیم مبتکر را درنظر داریم که برای مشتریان در سطح جهانی خدمات خلاقانه ای را عرضه نماید.

زمونږ موخه په خپلو مشتریانو کې دداسې استعدادونو پیداکول دي ترڅو دوۍ په دوامداره توګه د خپلو موسساتو/شرکتونو د ارزښتونو په لوړولو، خلکو ته په خدماتو په وړاندې کولو او دپایلو په لاسته راوړنو کی ګټور ثابت شي.

ما تغییر واقعی مشتریان خویش را در جهت مثبت خواهانیم و در کارهای مشورت دهی خویش صادق و کوشا میباشیم.
• تمرکز به مشتريان –ارایه راه حل های که نه تنها شکل تیوری و نظری داشته بلكه کاربرد عملی برای مشتریان نیزخواهد داشت‌
• تفوق مسلكي خدمات با کیفیت عالي برای مشتریان بر اساس دانش، مهارتها و تجارب وسیع و جمعی ما
• قوت تنوع –فرهنگ احترام متقابل به توانایی های فردی بدون هر نوع تبعیض
• ابعاد جدید جهانی کار با استفاده از بهترین شیوه های جهانی با درنظر داشت ارزش های غالب محلي و کلتوری.
.