د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو کورس


د کلتوري میراث ساتنه غښتلي کول، د افغانستان ملاتړ کول

د سید او نادیه مشورتي شرکت خوښ دی چې د دې شرکت د ښوونيزو او روزنيزو کورسونو په لړۍ کې خپل لومړنی انلاین کورس « د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو» د سرلیک لاندې د ګټې اخیستنې لپاره خپلو هیوادوالو ته وړاندې کوي. دا کار د هیواد د ملاتړ په موخه د هیواد دننه او د باندې د افغانانو د وړتیا د غښتلي کولو له لارې د کلتوري میراث د ساتنې لپاره زمونږ د ژمنتیا ښکارندوی دی.

دا نوښت د برټش کونسل د کلتوري میراث د ساتنې د صندوق په سخاوتمندانه مالي ملاتړ شونی شو، مونږ د دوی د زړه له تله منندوی یو او ملاتړ ته یې د قدر په سترګه ګورو.

مونږ همداراز د کلتوري ملکیت د مطالعاتو، ساتنې او بېرته په خپو درولو نړیوال مرکز (اکرام) نه د هغو دوو کتابونو " د کړکېچ پرمهال د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو لارښود؛ او د کړکېچ پر مهال د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو د سامان بکسه " کوم چې د دې کورس د سرچینې په ډول کارول شويدي، د لیکلو له کبله مننه کوو.

د سید او نادیه نړیوال مشورتي شرکت د برټش کونسل د کلتوري میراث د ساتنې د صندوق او د الف بنسټ په پشتو او دري ژبو کې د نوموړو کتابونو په ژباړلو کې د دوی د ملاتړ له کبله هم منندوی دی.

دا کورس پدې موخه جوړ شوی چې افراد، ټولنې او د کلتوري میراث سره سر و کار لرونکي په هغې اړینې لومړنۍ پوهې او مهارتونو سمبال شي تر څو هغوی د اړوندې وړتیا په درلودلو سره په بېړنیو حالاتو کې چې زمونږ کلتوري اثار، تاریخي ځایونه، او ارزښتناکې کلتوري سرچینې ګواښوي، اغېزناک غبرګون وښودلی شي او د کلتوري میراث د پانګې ساتنه، پالنه او بېرته اصلي حالت ته راګرځېدنه په غوره ډول تر سره کړای شي.

څوک باید د دې کورس ګډونوال وي؟

همدا اوس نوم لیکنه وکړئ او د بېړنیو حالتونو پرمهال زمونږ د کلتوري میراث د ژغورنې او ساتنې لپاره په چټکه او اغېزناکه توګه د غبرګون ښودلو لپاره ځان چمتو کړئ!

د کورس کتابونه:

د کړکېچ پرمهال د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو لارښود

د کړکېچ پر مهال د کلتوري میراث لپاره د لومړنیو مرستو د سامان بکسه

کورس کمک های اولیه برای میراث فرهنگی


توانمند سازی برای حفاظت از میراث فرهنگی ، حمایت از افغانستان

شرکت خدمات مشورتی سید و نادیه افتخار دارد که به سلسله کورسهای آموزشی و تربیتی خویش، اولین کورس آنلاین « کمک های اولیه برای میراث فرهنگی»که تاکید بر تعهد ما برای حمایت از افغانستان از طریق توانمند سازی افغان ها در داخل و خارج از کشور برای حفظ میراث فرهنگی می باشد را برای استفاده هموطنان عزیز معرفی می کند.

این ابتکار از حمایت مالی سخاوتمندانه صندوق حفاظت فرهنگی برتش کونسل امکان پذیر شده است که ما از پشتیبانی ایشان سپاسگذاری نموده و اظهار تشکر مینمایم.

ما همچنان از مرکز بین المللی مطالعۀ حفظ و احیای اموال فرهنگی (اکرام) که تالیف کننده دو کتاب ماخذ این کورس " رهنمای کمک های اولیه برای میراث فرهنگی در زمان بحران؛ و جعبۀ ابزار آن " میباشد، ابراز امتنان مینمایم.

شرکت سید و نادیه از حمایت صندوق حفاظت فرهنگی برتش کونسل و بنیاد الف در ترجمه دو کتاب مذکور به زبانهای دری و پشتو که از طرف این شرکت انجام داده شده نیز امتنان و قدردانی می کند.

قابل ذکر است که این کورس به منظور توانمندسازی افراد، جوامع، متخصصان میراث فرهنگی با کسب دانش و مهارت های مورد نیاز برای پاسخگوی به شرایط اضطراری که ممکن است آثار فرهنگی، مکان های تاریخی و منابع گرانبهای فرهنگی را تهدید کند، طراحی شده تا حفظ، نگهبانی و بازیابی ابتدایی میراث های فرهنگی را به وجه احسن انجام بدهد.

این کورس برای کارمندان موزیم و آرشیف، محافظین میراث فرهنگی، پاسخگویان عاجل و برای همه شایقین حفظ میراث فرهنگی مفید و موثر است.

پس همین حالا ثبت نام کنید و خود را برای پاسخگویی موثر و سریعتر برای حفظ میراث فرهنگی در زمان بحران آماده بسازید!

کتاب های کورس:

رهنمای کمک های اولیه برای میراث فرهنگی در زمان بحران

جعبۀ ابزار کمک های اولیه برای میراث فرهنگی در زمان بحران